انصار: (دمرغومی 29مه)، په کابل کې د ترکیې سفیر وايي، هېواد به یې هیچاته اجازه ورنه کړي چې د دوی په خاوره کې د طالبانو حکومت خلاف سیاسي حرکتونه وکړي.
نوموړي دطالبان حکومت ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې هېواد له افغانستان څخه ملاتړ ته چمتو دی.
په همدې حال کې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ترکیې له دغه دریځ ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې اوس مهال په هېواد کې ټولو ته د ارام ژوند زمینه برابره شوې.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي ، جنک اونا ویلي، ترکي سوداګر چمتو دي چې په افغانستان کې د کانونو، برېښنا او کرنې په برخو کې پانګونه وکړي او دغه راز ترکیه د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې له افغانستان سره همکاري ته چمتو ده.
سیاسي مرستیال به نوموړي ته ډاډ ورکړی، چې حکومت د ټولو پانګوالو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
د ترکیې سفیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې اوس مهال په دغه هېواد کې د پخواني حکومت یو شمېر لوړ پوړي چارواکي او سیاسون مېشت دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29694